د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان ایالت کې د نژدې ۱۸۰ بې اسناده افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی
د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، په بلوچستان کې یې د استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۷۹ افغان وګړي نیولي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې د چهارشنبه د ډیسمبر په ۲۴ مه خپور شوی دغه کسان پاکستان ته تر ناقانونه داخلېدو وروسته، د چاغي ولسوالۍ په نوکنډي او تفتان سیمو کې نیول شوي دي.
په راپور کې د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي، چې نیول شوي کسان، چې ډېری یې افغان ازبکان دي، د نورو قانوني څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
دغه چارواکي ویلي په وروستیو کې یې د افغانستان سره په کرښه...