په ننګرهار کې د مالټو د باغونو حاصلات ډېر شوي
ننګرهار کې د طالبانو حکومت د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځکمو مالټې کرل شوي او سږ کال د تیر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې هم لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ننګرهار بټي د کوټ ولسوالي د مالټو په یوه باغ کې تر لسو زیات کسان په کار بوخت دي، له وڼو مالټې راشکوي او په کریټونو کې یې د ځاي پر ځای کولو لپاره یو واحد مرکز ته انتقالوي.
د دغه باغ خاوند عطاالله ازادي راډیو ته وویل، خوښ دی، ځکه په خبره یې د بڼ حاصلات یې سږ کال ښه دي:
" د تېر کال په پرتله زمونږ حاصلات ډیر نام خدا ښه دي، او په...