پاکستان کې میشت افغان خبریالان؛ د نیول کیدو له ویرې له کوره وتلای نشو
په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان خبریالان وايي، د پولیسو د نیول کېدو له وېرې، ان د درې وخته ساده خوړو د برابرولو لپاره هم له کوره نه شي وتلای او کورنۍ یې ساعتونه وږي پاتې کېږي.
دوی وایي چې دې وضعیت د ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول د افغان خبریالانو، ژوند اغېزمن کړی او د دې حالت د سملاسي بدلون غوښتنه کوي.
په اسلاماباد،کې میشت یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط یې سېشنبه د دسمبر ۲۳ مه ازادي راډیو ته وویل:
"وضعیت داسې دی چې کله ناکله چې پولیس په سیمه کې وي، موږ ان ډوډۍ پسې هم نه شو تلای.