د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ رېګ سیمه د ځوانانو د میلو ځای ګرځېدلی دی
د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ رېګ سیمه د زرګونو ځوانانو د ژمنیو میلو او تفریح ځای ګرځېدلی دی. د کندهار تر څنګ د افغانستان د ګڼو نورو جنوبي ولایتونو اوسېدونکي هم دې ځای ته د تفریح لپاره ورځي.
هغه چې هره اونۍ د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول جنوبي ولایتونو ګڼ شمېر ځوانان، د پاخه عمر کسان او له دوی سره ماشومان هم میلې ته ځي.
د دې ولایت ځیني اوسېدونکي وایي، رېګ چې ابراهیم خلیفه بابا زیارت ته څېرمه پراخه او د شګو په غونډیو سمبال سیمه ده، د نورو موسمونو پرتله د هوا په سړېدو په ځانګړي ډول ژمي کې د تفریح...