ماما قدیر: د بینک له نوکرۍ د لادرکو خلکو د موندلو لپاره تر اوږدې مبارزې
په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو او خوشي کولو لپاره د مبارزه کوونکي عبدالقدیر بلوڅ مړی د دیسمبر پر ۲۱مه د هغه په پلارنۍ سیمه سوراب کې خاورو ته سپارل شوی دی.د وایس فار بلوچ میسینګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ د دیسمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د ماما قدیر په نامه مشهور عبدالقدیر بلوڅ له اوږدې ناروغۍ وروسته يوه ورځ مخکې وفات شو. د هغه په خبره، نوموړی په سوراب کې ښخ کړل شو.
ماما قدیر په ۱۹۴۰ کال کې د بلوچستان د قلات په سوراب سیمه کې زیږيدلی وو. هغه په ځوانۍ کې د نېشنل عوامي ګوند تر سیوري لاندې سیاسي فعايلت کاوه.