د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د واورو له امله ترافیلکي پيښې رامنځته شوې دي
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د واورې او طوفاني هوا امله د سالنګ لویه لار په موقتي ډول د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د قوس په ۳۰ مه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې تېره شپه د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ موټر هم، چې د شمال له خوا جنوب ته پر لاره و، د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله اوښتی او ۵ مسافر یې مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې دا مهال هم په سالنګونو کې د واورې اوري او هوا نسبتاً طوفاني ده خو هغه زیاته کړې چې...