د اوکراین ولسمشر وایي چمتو دی چې انتخابات ترسره کړي که ورته د ډاډمن امنیت زمینه برابره شي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، که چېرې متحده ایالات او نور شریکان یې په خوندي او ډاډمنه توګه د انتخاباتو لپاره د امنیت زمینه برابره کړي چمتودی چې په خپل جګړه ځپلي هیواد کې انتخابات ترسره کړي.
سپینې ماڼۍ د اوکراین له حکومت څخه د ټاکنو غوښتنه کړې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سې شنبې د ډسمبر په ۹مه له پولیټیکو خپرونې سره په یوه مرکه کې بیا ټینګاروکړچې "اوس یې وخت دی". د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې په اوکراین چې د روسیې له خوا جګړه روانه ده، د انتخاباتو د ترسره کیدو...