په جاپان کې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي دي
په جاپان کې چارواکي وايي یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۳۰ کسان ژوبل کړي او زرګونه نور یې د خپلو کورونو پرېښودلو اړ کړي دي.په یاد هېواد کې د زلزله پوهنې اداره وايي د ډېسېمبر پر اتمه ناوخته دا زلزله د جاپان په ختیزو سواحلو کې راغلې ده چې د رېښتر (رېکټر) په کچه یې زور اووه نیمې درجې وو.
د هغه هېواد چارواکي وايي د زلزلې له وجې لږ تر لږه ۹۰ زره کسان هم له خپلو کورونو ایستل شوي.
د جاپان د مترولوژۍ ادارې تر دې زلزلې وروسته خبرداری ورکړی چې ښايي د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د سمندر اوبه شاوخوا دری متره راپورته او ساحلي سیمې اغیزمنې کړي.