افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۳ د صفر په وړاندې وګټله.
د دغو دریو لوبو وروستۍ سیالي پرون وشوه چې افغانستان کوربه هېواد ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.
د زیمبابوې لوبډلې که څه هم په دفاع کې پر افغان لوبډلې فشار زیات کړی و او ښې منډې یې وکړې، خو د لوبې په وروستیو شیبو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او افغانستان په ۱۱ منډو لوبه وګټله.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زیمبابوې څخه دوه نورې شل اوریزې لوبې هم ګټلې وې.