نتنیاهو: که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، د ځان د دفاع له حق څخه به کار واخلي
د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، اسراییل به د تیر کال د اوربند تړون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) د اسراییلو د کابینې په غونډه کې حزب الله ډله تورنه کړه چې خپلې وسلې بیا رغوي او بیا وسله جوړوي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.
نتنیاهو زیاته کړه چې که لبنان د خپلې خاورې د نوي جبهې د مخنیوي لپاره...