افغان طالبان څنګه پر نړیواله کچه عملاً د منل کېدو په حال کې دي؟
د طالبانو وسله والې ډلې چې له اسلام څخه په خپل افراطي تفسیر شهرت لري، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې یو ځل بیا واک ته ورسېده، خو د نړیوال مشروعیت لپاره یې زیارونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
سره له دې چې په تیرو څلورو کلنو کې یواځې روسیه وه چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت وپیژندله خو طالبانو وکولای شول چې په عمل کې ځان په نړیوالو ومني.
په کاناډا کې د اسیا پاسیفیک د مطالعاتو د بنسټ څیړونکی مایکل کوګلمن وايي " نړۍ منلې چې طالبان د پاته کیدولپاره راغلي دي. "
د طالبانو اوسنی وضعیت تر هغه څخه...