د ډیورند کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې، دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
د افغانستان او پاکستان چارواکي د ډیورند په اوږدو کې د تیرې شپې بریدونو له کبله یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
دغه بریدونه د افغانستان په ختیځ او جنوبي سیمو کې کې په ځایي وخت تېر ماخوستن مهال پېل شول چې طالبانو ( انتقامي) بللي.
د شپې ۱۲ بجې بریدونه درول شوي دي.