طالبان به ډېر ژر هند ته خپل ډيپلوماتان ولېږي
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل چې کابل به ډېر ژر د هند لپاره خپل ډیپلوماتان واستوي، د هغه په وینا دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «پړاو په پړاو هڅو» یوه برخه وي.
متقي ټینګار وکړ چې طالبان به هېیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
متقي چې د پنجشنبې په ورځ په یو اوونیز رسمي سفر نويډیلي ته رسېدلی، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی جګپوړی طالب چارواکی دی چې هند ته سفر کوي.