د پاکستان پوځ ادعا کوي چې حپل ۳۰ وسله وال مخالفان یې وژلي
د پاکستان پوځ وايي چې د دوی امنیتي ځواکونو د هغه برید له عاملانو څخه ۳۰ جنګیالي وژلي دي چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان پر پوځي کاروان برید کړی و.
د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې د دوو صاحب منصبانو په شمول یوولس پوځیان وژل شوي وو.
پاکستاني طالبانو (TTP)، د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و. دا ډله د حکومت د نسکورولو او د سخت اسلامي نظام د رامنځته کولو هڅه کوي.
پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:
د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په اورکزیو کې د ترسره شویو عملیاتو...