د افغانستان او بنګلدیش د کرکټ ملي لوبډلې نن د پنځوس اوره سیالیو لړۍ پیلوي
د افغانستان او بنګلدیش د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو سریز کوي.
افغانستان نن ( چهارشنبه د اکتوبر اتمه ) بیا په متحده عربي اماراتو کې ( دبۍ، شیخ زاید لوبغالی) بنګلدیش سره مخامخ دی.
خو دا لوبې پنځوس اوریزه دي، افغان لوبډلې تر دې مخکې د شل اوریز سریز درې واړه لوبې چې هغه هم په متحده عربي اماراتو کې او د اکتوبر په دوهمه پیل شوې وې، بنګلدیش ته وبایللې.
له دې امله دا لوبډله په ټولنیزو رسنیو د خپلو مینوالو له پراخو انتقادونه سره هم مخ شوه.
دا انتفادونه هم د لوبډلې په توپ وهونکو وو او هم په چټکو توپ...