د افغانستان په اړه د مسکو فارمېټ ۷مه غونډه پيل شوې ده
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن (د اکتوبر پر اوومه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمېټ اوومه غونډه پیل شوې ده.په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل د اکتوبر پر شپږمه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيا کې وويل چې دا لومړی ځل دی چې متقي په مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.