پر اسراییل د حماس د برید دوه کاله پوره شول، ټرمپ هیله من دی چې د سولې پلان یې ژر عملي کیږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډاډه دی چې د غزې د سولې پلان به یې ژر عملي شي.
هغه پرون دوشنبه ( د تلې ۱۵مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته دا خبره داسې مهال وکړه چې د غزې د جګړې ښکېلو ډلو پرون مصر کې د همدې پلان په اړه غیر مستقیمې خبرې پيل کړي.
لویدیځ اژانسونه لیکي چې د مصر خبرې به نن سه شنبه هم دوام ولري.
دغه خبرې د پاته نژدې ۵۰ اسراییلی برمته شویو او دغه راز د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په هدف پیل شوي.
سولې ته د رسیدو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د اکتوبر ۷مه، پر اسراییل د حماس د برید ټیک دوه...