Добавить новость

د فرانسې د صدر اعظم استعفا، دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ شدید کړی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د صدر اعظم سباستین لکورنو تر استعفا وروسته هغه ته دوه ورځې مهلت ورکړ چې د حکومت د بشپړ سقوط مخنیوی وکړي. لکورنو د کار له پیله نژدې میاشت وروسته استعفا وکړه، هغه اقدام چې فرانسه کې یې سیاسي ناورین شدید کړ. د هغه له استعفا سره د پاریس د ونډو کچه لویدلې او د ایرو ارزښت د ډالرو په وړاندې کم شوی دی. د فرانسې الیزه ماڼۍ اعلان کړی چې له لکورنو یې غوښتي تر چهارشنبې پورې د هېواد د ثبات د تضمین لپاره خپل پروګرام وړاندې کړي. په همدې حال کې ښي اړخي افراطي ګوند " ملي اجتماع" د ژر تر ژره پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې ده.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта