د حماس، اسراییل او امریکا پلاوي د غزې جګړې د پای ته رسیدو په هدف مصر کې خبرې کوي
ټاکل شوې چې د حماس، اسراییلو او متحده ایالتونو پلاوي نن په مصر کې سره جرګه شي.
د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د مصر نننۍ خبرې چې فرانس پریس غیر مستقیمې بللي، ماښام مهال پيلیږي چې پر اسراییل د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د برید له دویمې کلیزې سره همهاله دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې د غزې د نژدې دوه کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره " بیړنی" اقدام وکړي.
دا خبرې اترې داسې مهال کیږي چې حماس او اسراییلو د امریکا د ولسمشر هغې طرحې ته مثبت ځواب ورکړی چې غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه ده.