Добавить новость

د کرکټ ایشیا جام: هند پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه

د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو په دویمه لوبه کې هند پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.د سېپټېمبر پر ۲۱مه په دوبۍ نړېوال لوبغالي کې د لوبې پچه (ټاس) هند وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پاکستان په ۲۰ اورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۱۷۱ منډې جوړې کړې. د پاکستان له غاړې صاحبزاده فرحان ۵۸ منډې وکړې. هند د ۱۷۲ منډو په تعقیب له پیله جارحانه لوبه وکړه. د هغوی د پیل توپ وهوونکو یا اوپنرانو ابیشیک شرما او شوبمان ګېل په ګډه ۱۰۵ منډې وکړې او بیا د هند لومړی لوبغاړی وسوځېد.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта