خلیلزاد: د افغانستان او متحدو ایالتونو ترمنځ په راتلونکې کې د امنیتي همکارۍ په اړه غلط او ناسم معلومات خپاره شوي دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد وایي، د بګرام د هوایي اډې په تړاو د متحدو ایالتونو او افغانستان ترمنځ په راتلونکې کې د امنیتي همکارۍ په اړه ډیرغلط او ناسم معلومات خپاره شوي دي. ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د سپټمبرپه ۲۱ په خپله ایکس پاڼه کې په یوه لنډ بیان کې ویلي چې په ځانګړې توګه دغه ناسم معلومات د بګرام هوایي اډې اړوند چې ښایي په راتلونکې کې د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره ترې کارواخیستل شي، خپاره شوي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د دې اډې چې امریکا...