د روغتیا نړیوال سازمان: غیرساري ناروغیو د افغانستان پر روغتیایي سیسټم فشار زیات کړی
د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وایي، په افغانستان کې غیرساري ناروغۍ د دې هیواد پر روغتیایي سیسټم ډیرفشارراوستی. دې سازمان د یکشنبې په ورځ د سپټمبرپه ۲۱ په خپله ویب پاڼه کې په یوه راپورکې د زړه ناروغۍ، شکرې ناروغۍ، سرطان او د سږو اوږدمهاله ناروغۍ د بیلګې په توګه یادې کړي او او ویلي یې دي چې دا ناروغۍ د ۴۳ سلنه مړینو سبب شوې. WHO وایي، ښایي دغه شمیره تر۲۰۳۰ کال پورې له ۶۰ سلنې لوړه شي. د دې سازمان په خبره په تیره په میرمنوکې د مخدره موادو کارول او پرسړکونو او لارو ټرافیکي پیښو دغه فشار لازیات کړی دی....