د افغان میرمنو د سیاسي مشارکت شبکه: د طالبانو پریکړې د ځوان نسل راتلونکې له جدي ګواښ سره مخامخ کوي
په افغانستان کې د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو وروستۍ پریکړې چې د ښځو په لاس لیکل شوي کتابونه یې منع کړي، ښوونځي او پوهنتونونه یې د ښځینه وو پرمخ تړلي په کلکه وغندلې. دې شبکې د یکشنبې په ورځ د سپټمبرپه په ۲۱ په یوه بیان کې خبرداری ورکړچې دغه اقدامات په دې هیواد کې د ځوان نسل راتلونکې له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د دې شبکې په خبره له ۶۰۰ څخه زیات کتابونه چې ډیری یې د ښځو له خوا لیکل شوي، په رسمي ډول له شرعي اصولو سره په ټکر کې بلل شوي او منع شوي دي. طالبانو د جنسیتي او د بشري حقونو د زده کړو کورسونه...