د طالبانو له بنده خوشې شوي بریتانویان: ویره مو درلوده چې اعدام نشو
هغه دوه بریتانویان، ښځه او میړه چې نوي د طالبانو له بنده خوشې شوي، وایي، له اعدام څخه یې ویره درلوده.
د بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د راپورله مخې اتیا کلن پیتر رینولډز او د هغه میرمن ۷۶ کلنه باربي چې په افغانستان کې له نژدې اتو میاشتو بند تیرولو وروسته خوشې شوي او د شنبې په ورځ بریتانیا کې له خپلې کورنۍ سره بیرته یوځای شول، وایي ویره یې درلوده چې طالبان یې اعدام نکړي.
دوی وایي طالبانو هیڅکله هم ورته ندي ویلي چې دوی یې د څه پخاطربندیان کړي.
پیتر سندي ټایمز ته ویلي چې دوی فکرکاوه چې هیڅکله به هم خوشې نشي.