د پاکستان بشري حقونو سازمان د کسانو د لادرکه کېدو په اړه د بلوچستان حکومت امر غندلی دی
د پاکستان بشري حقونو کمېشن د بلوچستان کورنیو چارو وزارت لخوا د ورکو کسانو په اړه له امنیتي ادارو سره د راپور ثبتولو په اړه د تازه ورکړل شوي امر غندنه کړې ده.د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۹مه په بیان کې ویلي ول چې باید کورنۍ د کسانو تر ورکېدو وروسته په ۷ ورځو کې دننه له پولیسو یا ایف سي (مليشا ځواک) سره راپور درج کړي او ورته معلومات ورکړي چې دا کسان یا ورک شوي دي او یا له غیر ریاستي یا وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي.
وزارت زیاتوي چې که د ورکو کسانو خپلوانو یا کورنۍ په ۷ ورځو کې په دې اړه...