Добавить новость

سپینه ماڼۍ: امریکا به د ټیک ټاک د څارونکي مدیره پلاوي د ۷ څوکیو ۶ هغه ترلاسه کړي

سپینه ماڼۍ وایي، د ټیک ټاک د راتلونکې په اړه هوکړه په دې پورې اړه لري چې امریکایان په متحده ایالتونو کې د دغه اپلیکیشن د څارنې د مدیره پلاوي د ۷ څوکیو له ډلې ۶ هغه ترلاسه کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل " هغه مدیره پلاوی چې امریکا کې به پر دغه اپلیکیشن څارنه ولري، ۷ څوکۍ لري. ۶ هغه یې باید له امریکایانو سره وي." هغې زیاته کړه په دې اړه هوکړه به " راتلونکو ورځو" کې ترلاسه شي. امریکا د ملي امنیت له کبله ډېره هڅه وکړه چې د لنډو ویډیوګانو د دغه اپلیکیشن کنټرول د هغه له اصلي چینایي شرکت " بایت دنس" څخه واخلي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта