د انټرنېټي برید له وجې اروپا کې پروازونه ځنډېدلي
د اروپا د هوایي ډګرونو د خدماتو د چمتو کولو ادارې (ایرو سپیس) فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د اروپا په یو شمېر مهمو هوایي ډګرونو کې سایبر (انټرنېټي) برید شوی دی.د راپور له مخې د سېپټېمبر پر ۲۰مه، د برسلز یا بروکسل، برلېن او د لندن د هیټرو د هوایي ډګرونو په شمول په ګڼو هوايي ډګرونو کې د اسنادو د لیدو او د وسایلو د تنظیم چارې له ګډوډۍ او ځنډ سره مخامخ شوې دي. دا سایبر برید په یوشمېر هوایي ډګرونو کې د الوتنو د ځنډ او خنډ سبب شوی دی.
رويټرز خبري اژانس لیکي، د ايرلینډ په ډوبلن هوايي ډګر کې زیات شمېر مساپر...