د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د بندیزونو د مخنیوي مسوده رد شوه
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه رایه اچونه وشوه چې د جوهري پروګرام په تناظر کې دې پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه په دایمي ډول نه لرې کېږی. دا به د تهران لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي او ایران ویلي دي چې دا ګام د سیاسي تعصب پر بنیاد اخیستل شوی دی.
د سېپټېمبر پر ۱۹مه د بندیزونو د مخنیوي لپاره وړاندې شوی قرارداد رد شو. د قرارداد په حق کې څلور او په مخالفت کې یې نهه رایې ورکړل شوې. د دې مانا به دا وي چې که سیاسي جوړ جاړی ونه شو نو د سېپټېمبر پر ۲۸مه به پر ایران لګېدلي بندیزونه له ۲۰۱۵ز کال نه وړاندې حالت ته ولاړ شي.