د کرکټ ایشیا جام دویم پړاو لوبې سر له ننه پیلېږي
د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو لوبې له نن نه پیلېږي.د کرکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د معلوماتو له مخې هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې دي چې تر مینځ به یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره کېږي.
د دویم پړاو لومړۍ لوبه نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) د سري لنکا او بنګلادېش ترمینځ د ابوظبي په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې د سېپتېمبر پر ۱۹مه د هند...