روزا اوتونبایووا: د افغانستان وضعیت لاهم خراب دی
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشره روزا اوتونبایووا وایي، په داسې حال کې چې افغانستان واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته د شخړو د نسبي کمیدو شاهد دی خو د دې په خبره په دې هیواد کې بشري وضعیت، اقتصادي او د بشري حقوقو وضعیت د پام وړخراب شوی دی. د ملګروملتونو د خبري سایټ UN News د چهارشنبې د ورځې د راپورله مخې میرمن اوتونبایووا دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وکړې.
هغې ټینګار وکړچې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارې...