سمندر کې د کشتۍ حادثه: حمیدالله وايي مرګ یې په سترګو لیدلی
حمیدالله په هغه کشتۍ کې سپور وو چې د سېپټېمبر په شپږمه د عمان، ایران او پاکستان ترمینځ په سمندر کې ډوبه شوه. نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د ۱۹ نورو کسانو سره چې ۱۷ یې د بنو او دوه د پنجاب اوسېدونکي وو، د کب نیولو لپاره په اوبو کې وو چې کشتۍ د حادثې ښکار شوه. هغه وايي له نورو نه دی خبر چې مړه دي او که ژوندي خو هغه پخپله د مرګ له کومې ژوندی وتلی دی. په کشتۍ کې د سپرو ۱۶ کسانو د کورنۍ یو مشر خباز خان هم مشال راډیو ته وویل چې ورور یې د کشتۍ کپتان وو او کورنۍ یې له کلونو راهیسې په قانوني...