Добавить новость

بنګله دیش د کرکټ په اسیایي جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د اسیا د کرکټ د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې تیرماښام د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته بنګله دیش د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه. په ټاکلیو شل اورونو کې بنګله دیش یوسل او څلورپنځوس منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي د یوسل او شپږ څلویښت منډو له جوړیدو سره وسوځیدل. افغانستان په اسیايي جام کې په ( ب) ګروپ کې د بنګله دیش ترڅنګ له هانګ کانګ او سریلانکا سره یوځای شوی دی. ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله سبا له سریلانکا سره مسابقه وکړي، دا لوبه به د افغانستان د ټیم برخلیک وټاکي چې له دې جامه بهر شي که نیمه پایلوبې ته وځي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта