د پاکستان پوځ د وسله والو په حملو کې د ۱۹ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی
د پاکستان پوځ تایید کړې ده چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې نولس تنه پوځیان د شنبې په ورځ په وسله والو حملو کې وژل شوي دي.
پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې لومړۍ حمله د جنوبي وزیرستان په بدر نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې وسله والو د پاکستان د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. په بیان کې راغلي دي چې په دې نښته کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول او څلور نور کسان ټپیان شول.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پر خپلو ټولنیزو پاڼو ومنله.
پوځ په یوه جلا بیان کې په کوز دیر کې هم په یوه نښته کې...