Добавить новость

دوست محمد خان کامل مومند د پښتو پر کلاسیکو شاعرانو د څېړنې بنسټ اېښي وو

د پښتو ژبې په څېړنکارانو کې دوست محمد خان کامل مومند ته په ډېرو حوالو اوليت ورکول کيږي. هغه د پښتو په کلاسيکو شاعرانو خوشحال خان خټک، رحمان بابا او سکندر خان خټک د څېړنې بنسټ اېښې دی. نوموړي د خوشحال خان خټک په اړه د بهرنيو ليکوالانو (مستشرقینو) په څېړنو کې د غلطیو د رابرڅېره کولو لپاره په انګرېزۍ ژبه یو ګټور کتاب لیکلی دی. دوست محمد خان کامل مومند څو لسیزې وړاندې د څېړنې هغه اصول په پام کې نیولي ول چې نن هم ډېری پښتانه لیکونکي ترې بې خبره دي. نوموړی د دې ترڅنګ چې يو محقق او نقاد وو، په پښتو، اردو او فارسي کې یې شاعري هم کړې ده.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта