وزګارۍ زرګونه ځوانانو سوالګرۍ ته اړ کړي
یو شمیر کابل ښاریان ادعا کوي، چې دا ورځې د دې ښار په بېلابیلو بازارونو کې د سوالګرو شمیر بیا ډېر شوی دی.
دوی زیاتوي، دا سوالګرو چې ډیری یې د دوی په خبره ځوانان دي او په بازارونو کې ګرځي ورته یې ویلي، د بې کارۍ له امله سوال کولو ته اړ شوي دي.
دا چې د طالبانو حکومت د بې کارۍ د لمنځته وړلو او ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې څه پلانونه او پروګرامونه لري په دې اړه یې مرستیال ویاند د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.
خو د ځوانانو د چارو یو شمیر فعالان وايي، په افغانستان کې بیکاري یو لوی ناورین دی او...