افغانستان نن بیا له متحده عربي اماراتو سره د کرکټ لوبه کوي
د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن د کرکټ په ۲۰ اووره لوبه کې مخامخ کېږي.ټاکل شوې ده چې دا لوبه د کابل پر وخت ماښام اووه نيمو او پېښور پر اته بجې د شارجې په میدان کې پیل شي.
تر دې دمه د درې هېوادونو د لوبلړۍ دوه لوبې افغانستان او درې پاکستان ګټلي دي او متحده عربي اماراتو خپلې درې واړه لوبې بايللي دي.
د سېپټمبر پر څلورمه پاکستان متحده عربي اماراتو ته په ۳۱ رنزونو ماتې ورکړه. پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د پينځه لوبغاړو په سر ۱۷۱ رنزونه جوړ کړل.
يو وخت د پاکستان په څه...