پاکستان او افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰ اووره لوبلړۍ پایلوبې ته ووتل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره په شارجه کې د درو هېوادونو ترمینځ د ۲۰ اووره لوبلړۍ پای لوبې ته ووتله.پای لوبه د سېپټېمبر په اوومه په شارجه لوبغالي کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو او د پېښور په وخت په اتو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې افغانستان د سېپټېمبر په پینځمه په شارجه کې متحده عربي اماراتو ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی وو. د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۴۸ او رحمان الله ګوربز ۴۰ منډې وکړې.