د افغانستان د کرکټ ملي ټیم متحده عربي امارات مات کړ او پایلوبه له پاکستان سره کوي
افغان ملي ټيم وتوانېد د شل اووریز کرکټ په درې اړخیز سیریز کې د ګروپي دور وروستۍ لوبه د متحده عربي اماراتو په وړاندې وګټي.
د افغانستان لوبډلې په پوره شلو اورونو کې د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی وو.
د اماراتو ټیم هدف ته د رسېدو په تکل تر پایه لوبه وکړه خو ونه توانېد او بلاخره یې لوبه د څلورو منډو په توپیر وبایلوده.
د افغان لوبډلې ځای ناستي کپټان ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر ګټلو وروسته وویل:
«متحده عرب اماراتو ډېره ښه لوبه وکړه. هغوی لوبه ګټله خو زه خپل بالران ستایم چې ښه باولنګ یې وکړه او لوبه یې ختمه کړه. دا ښه سیریز وو.