تر څلوېښتو زیات کسان تازه زلزلو ټپیان کړي؛ د پخوانۍ زلزلې مړي تر ۲۲۰۰ تنو اوښتي
د افغانستان ختیځ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې شویو زلزلو تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان کړي او ګڼ کورونه یې نړولي دي.
په دې ولایتونو کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو او د زلزله ځپلو ولسوالیو او سیمو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل که څه هم د تلفاتو اړوند تر اوسه ورته دقیق معلومات نه دي رسېدلي خو په خبره یې ټپیان یې حوزوي روغتونونو ته لېږدولي او نور خلک له وېرې په پټیو او ډاګونو کې شپې ورځې تېروي.