د افغانستان په ختیځ کې زلزلې د لسګونو زره ماشومانو ژوند اغیزمن کړی
د ماشومانو د ساتنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې د څه باندې ۲۶۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۴مه) په یوه راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې د زلزلې پرله پسې ټکانونو هغه ماشومان سخت وېرولي چې بې کور او کورنۍ شوي دي.