د سیند صوبې له کچه سیمو تر ممکنه سېلاب مخکې لسګونه زره خلک اېستل شوي
د پاکستان د سیند صوبې له کچا سیمو څخه تر ممکنه سېلاب مخکې له ۱۰۰،۰۰۰ زیات خلک ایستل شوي دي.د سيند حکومت سینیر وزیر شرجیل انعام میمن ویلي دي چې تر اوسه له کچا سیمو ۱۰۹،۳۲۰ کسان خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.
د پاکستان ډان او نورو رسنیو د سېپټمبر پر پينځمه د شرجیل مېمن له خولې په یو بیان کې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴،۴۳۰ کسان خوندي ځايونو ته ایستل شوي دي.
بيان زياتوي چې له ۳۴۶،۰۰۰ څخه ډیر څاروي هم خوندي سيمو ته لیږدول شوي دي.
بلخوا په پنجاب د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د سېپټمبر پر پينځمه...