ځینو ګوندونو د سېپټېمبر پر اتمه بلوچستان کې احتجاج اعلان کړی
پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند او عوامي نیشنل ګوند د بي اېن پي تر ولسي غونډې وروسته د شوي بريد پر ضد د سېپټېمبر پر اتمه نېټه په ټوله صوبه کې د احتجاج اعلان کړی دی.د سېپټېمبر پر څلورمه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال محمود خان اڅکزي وويل چې تر بريد وروسته دوی د سېپټېمپر پر درېيمه نېټه په کوټه کې د سياسي ګوندونو غونډه وکړه او فیصله يې وکړه چې د پېښې پرضد به د سېپټېمبر پر اتمه په ټول بلوچستان کې بشپړ هړتال وي.
هغه وویل، "فیصله دا شوې ده چې د سېپټېمبر پر اتمه به په ټوله صوبه کې پرامنه ولسي...