د طالبانو حکومت: په وروستیو کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی
په داسې حال کې چې په پاکستان کې میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه د " پي، او، ار" کارت درلودونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوی مهلت یوازې اووه ورځې پاتې دي، د طالبانو حکومت ویلي چې په وروستیو څو ورځو کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ستنېدنې لړۍ یو وار بیا چټکه شوې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په هدف د طالبانو د حکومت کمیسیون په یکشنبه ( د اګست ۲۴ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یوازې په تېرو دوه ورځو کې د اګسټ ۲۲ مه او ۲۳ مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۱۲۸۷ کورنۍ راستنې شوي چې د غړو شمېر یې ۶۵۰۰ تنو ته رسیږي.