د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا کپ سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ
د افغانستان کرکټ بورد، د اسیا جام شل اوریزه سیالیو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکې سپټمبر له ۹ مې تر ۲۸ نېتې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، ملي لوبډله اعلان کړه.
کرکټ بورډ نن یکشنبه د اګسټ په ۲۴ مه په خپله فیسبوک پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په غوره شوې شل کسیزه لوبډله کې ۱۷ اصلي او ۳ احتیاطي لوبغاړي شامل دي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډيو ته وویل چې په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد درلودونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نویو لوبغاړو ته چې په وروستیو کې په کورني کرکټ کې ښه ځلیدلي هم ځای ورکړل شوی دی.