روسیې او اوکراین د جګړې له لومړۍ کرښې سره نېږدې د کلیو د نیولو دعوې کړې دي
د روسیې دفاع وزارت د اوکراین په ختیز دونېڅک سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نېږدې د دوو نورو مېشتځایونو د واک ترلاسه کولو دعوه کړې ده.وزارت دا خبره د اګست پر ۲۳مه پر داسې مهال کړې ده چې روسیو ځواکونو د جمعې او خالي (شنبې) ترمینځ شپې مهال پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بل لوی برید وکړ.
د دفاع وزارت ویلي، د تورېڅک ښار په شمال لویدیز کې یې د کلېبان – بېګ او د شمال ختیز خارکیف پولې ته نېږدې یې د سېرېدنې کلي نیولي دي.
د دفاع وزارت تر دې یوه ورځ مخکې هم په دونېڅک سیمه کې د خپل ورو پرمختګ په دوام کې د درې کلیو د نیولو دعوه کړې وه.