په بریتانیا کې د افغان کډوالو د منلو چارې سخته شوي
د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د کډوالو لپاره د بریتانیا نوې تګلارې د دې سبب شوې دي چې په دغه هیواد کې د افغانستان او څو نورو هیوادونو د اتباعو لپاره د پناه غوښتنې شمیرې په چټکۍ سره راټیټې شي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ څرګنده کړه چې سږکال یوازې څلور څلویښت فیصده افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده او پروسږکال دا فیصدي اته نوي ته رسیده.
د دې سازمان په وینا د ایرانیانو د پناه اخیستو کچه هم ټیټه شوې همداراز سږکال د یوشمیر نورو هیوادونو لږ کسان په بریتانیا کې د کډوالو په توګه منل شوې دي....