د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: په اسلام اباد کې د افغانانو غونډه نه رسمي ده، نه دولتي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، په اسلام اباد کې روانه اونۍ د یوشمیر افغانانو غونډه نه یوه رسمي غونډه ده نه د دولت له لورې رابلل شوې ده.
شفقت علي خان د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) وویل چې یوشمیر خواله رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان دولت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او د هغې په پلان جوړیدو کې هیڅ ډول نقش نه لري.
د ځینو راپورونو له مخې تمه ده چې د افغان طالبانو د حکومت شپږ دیرش مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز...