اسلام اباد کې د طالبانو د یوشمیر مخالفو څېرو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده
په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یوشمیر مخالفانو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده.
د افغانستان لپاره د ښځو ( Women for Afghanistan ) یوې ټولنې چې له جینوا څخه فعالیت کوي او یوشمیر نورو رسنیو ویلي چې دا غونډه د سپتمبر وروستۍ اونۍ ته ځنډیدلې.
د دغې دوه ورځنۍ غونډې د ځنډ لامل لا روښانه نه دی، خو په راپورونو کې یې د جوړونکو په حواله ویل شوي چې دوی به تر یوې میاشتې پورې غونډې ته ښه چمتوالی ونیسي.
دا غونډه چې د (اګست ۲۵ او ۲۶مې) یعنې د همدې اونۍ دوشنبې او سه شنبې ورځو ته پلان شوې وه، د پاکستان بهرنیو چارو...