له باجوړه بې کوره شوي وايي له مرستو بې برخې دي
د باجوړ د ماموند سیمې اوسېدونکي چې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله بې کوره شوي، وايي له حکومتي مرستو بې برخې پاتې دي.
د غیررسمي شمېرو له مخې، د جولای پر ۲۹مه د عملیاتو له پیل راهیسې تر سلو زرو زیات کسان بې کوره شوي او د باجوړ او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.
هغه کسان چې د عنایت کلا په ښوونځي کې ځای پر ځای شوي، وايي په لومړیو ورځو کې الخدمت فاونډېشن د مرستو لپاره د دوی له کورونو معلومات ټولول او وروسته حکومت هم څو ورځې چای او ډوډۍ ورکوله، خو اوس یې دا مرستې بندې شوې دي.