Добавить новость

د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي امنیتي اجازه لغوه شوه

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي توماس ویسټ امنیتي اجازه لغوه کړه. ښاغلی ویسټ اوس د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دنده ترسره کوي. دی د هغو ۳۷ پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو په لیست کې دی چې امنیتي اجازه یې لغوه شوې ده. د امریکا د ملي استخباراتو ادارې دا کسان تورن کړي چې د شخصي یا ګوندي اهدافو د پرمختګ لپاره یې اطلاعات سیاسي کول، د محرمو اطلاعاتو په خوندي ساتنه کې پاتې راغلي او د استخباراتي تحلیل د مسلکي معیارونو له اصولو سره سم عمل یې نه کاوه.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта